د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي بلوچستان کې یې ۷ سرتېري وژل شوي دي


مچ د بلوچستان د کچي ولسوالۍ پورې مربوطه سیمه ده.
مچ د بلوچستان د کچي ولسوالۍ پورې مربوطه سیمه ده.

د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان په مچ کې ورباندې شوې حمله کې ۷ سرتېري وژل شوي دي.

پوځ نن (د مې پر شپږمه) په يوه خبرپاڼه کې وويل چې وسلوالو د پوځيانو ګاډی په سړک کې پر ښخ کړي بم په نښه کړی دی. پوځ د برید ذمه واري له پاکستانه د بلوچستان د بېلتون لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ لېبریشن ارمي اچولې ده. خو هغې ډلې تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د مې پر پینځمه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، خيبر او بنو کې یې په يو لړ عملياتو کې ۸ وسله وال وژلي دي. تر اوسه په هغه اړه کومې وسله والې ډلې څه غبرګون نه دی ښوولی.

XS
SM
MD
LG