د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او مرستيال وزیر اعظم، اسحق ډار په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزير امير خان متقي سره په ټيليفون خبرې کړې دي.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت نن (د مې پر شپږمه) په يوه خبرپاڼه کې وویل چې ډار له متقي سره د هند او پاکستان ترمینځ د ترينګلي حالت تر څنګ له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړيکو په اړه خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوې چې متقي اسحق ډار ته د نېکو خواهشاتو اظهار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له خپلې خاورې د افغان کډوالو اېستلو ته دوام ورکړی او له افغانستان سره پر تجارتي لارو د وېزې او پاسپورټ د لازمي کېدو د شرط له وجې سوداګري کمه شوې ده. پر دې سربیره، افغان سوداګر وايي چې لا هم هغه په سلګونو ټرکونه په کراچۍ او کوټه کې بند پاتې دي چې د واهګه پولې له لارې یې هند ته افغان مالونه وړل. هند او پاکستان پر هغې لارې تجارت بند کړی دی.