د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات پولیسو په ناموسي وژنه کې ښکېل ځوان نیولی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د سوات پولیس وايي په ناموسي وژنه کې ښکېل یو ځوان یې نیولی دی.

د سوات د پولیسو ویاند معین فیاض د مې پر شپږمه مشال راډیو ته وویل د مینګورې د رحیم اباد کلي ولي خان خپله خور د غیرت په نامه وژلې ده، پولیس وايي، د وژلې شوې مېرمنې څلور ماشومان هم دي او دا مېرمن دوه ورځې وړاندې له دارلامانه کورته ستنه شوې وه.

د پولیسو په وینا د دغې مېرمنې د خپل خاوند سره کورنۍ شخړه وه نو ځکه یې دارلامان ته پناه وړې وه.

د پولیسو ویاند معین فیاض وايي د پولیسو په مدعیت کې د ولي خان پر ضد مقدمه درج شوې او پلټنه روانه ده.

د پولیسو په وینا په سوات کې په تېرو څو ورځو کې څلور مېرمنې وژل شوې دي چې دوه یې د ناموسي وژنې ښکار شوې دي.

په سوات کې د "دي اوېکنېنګ" یا بیدارۍ په نوم د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه ناحکومتي ټولنه وايي، په هغه سیمه کې وخت په وخت نجونې د ناموس په نوم وژل کېږي. هغه ټولنه زیاتوي چې د روان کال له پیل راهیسې په سوات کې ۱۷ ښځې او نجونه وژل شوې دي.

په پاکستان کې د دوامداره ټولنیز پرمختګ په نوم د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي ناحکومتي سازمان د روان ۲۰۲۵ کال د فرورۍ پر ۲۸مه په خپل راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ۳۲،۶۱۷ پېښې ثبت شوې وې. په هغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې نارينوو په ټول هېواد کې ۵۴۷ ښځې وژلې وي چې ۱۳۴ یې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکې دي. هغو قاتلينو خپلو وژنو ته د غیرت نوم ورکړی دی.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG