د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې د مې پر اوومه اسلام اباد یونایټېډ او کویټه ګلیډیېټرز لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دا به د پاکستان د سوپر لیګ د سږنیو سیالیو ۲۶مه لوبه وي چې په راولپېنډۍ کې به ترسره کېږي.
تر دې وړاندې د مې په پینځمه په ملتان کې په ترسره شوې لوبه کې پېښور زلمي ملتان سلطانز ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه. په هغه لوبه کې ملتان سلطانز لومړۍ لوبه وکړه او ۱۰۸ منډې یې وکړې چې پېښور زلمي دا هدف په داسې حال کې پوره کړ چې یوازې درې لوبغاړي یې اوټ ول او ۴۲ توپونه یې نور هم د لوبېدو لپاره په لاس کې لرل.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.