د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د "فتح ميزايل" تجربه کړې


د پاکستان فتح ميزايل - انځور له ارشیفه
د پاکستان فتح ميزايل - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ وايي د مې پر پينځمه يې د فتح په نوم د يو میزایل بريالۍ تجربه کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د مې پر پينځمه رسنيو ته ليږلي بيان کې ويلي دي چې د توغندي تجربه په سيند صوبه کې د انډس په نامه جنګي تمرينونو پرمهال شوي او دا له ځمکې څخه ځمکې ته تر ۱۲۰ کيلوميټره واټن پورې هدف په نښه کولی شي.

په بيان کې ادعا شوي چې دا توغندي په جديدې ټېکنالوژۍ سمبال دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د مې پر پر درېيمه د ابدالي په نوم د يو توغندي ازموينه کړې وه. پاکستان په داسې وخت کې د فتح او ابدالي توغنديو ازمويني کړې دي چې له ګاونډي هند سره يې اړيکې ډېرې زياتې ترينګلې شوې دي.

د اپریل پر ۲۲مه، د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې په یوه برید کې ۲۶ ولسي وګړي ووژل شول، چې ډیری یې هندو سیلانیان ول. د هغې حملې ذمه واري د کشمير مقاومت په نوم یوې لږې پېژندل شوې وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې. هند وايي چې هغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي. خو پاکستان دا ردوي او وايي په دې اړه پلټنو ته تيار دی.

په پهلګام کې تر حملې وروسته، هند که څه هم له پاکستان سره د اوبو او تجارت ځينې معاهدې منسوخې کړې دي خو په رسمي ډول یې پر پاکستان د کوم برید کولو اعلان نه دی کړی. البته دا یې زیاته کړې چې د ترهګرو د ځپلو لپاره د اقداماتو حق لري.

XS
SM
MD
LG