د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په ټانک کې يو پوځي وژلی دی


په ټانک کې پوځيان د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه
په ټانک کې پوځيان د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې د مې پر څلورمه په وسلوال بريد کې يو پوځي وژل شوی دی.

په ټانک کې د استخباراتي اداري يو چارواکی د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې نامعلومه وسلوالو په کوټ اعظم کې د پوځ پر ګاډو برید وکړ چې په نتيجه کې يو پوځي وژل شوی.

د هغه په خبره د وژل شوي سرتېري نوم نايک مجاهد وو. د پېښې وروسته امنيتي سرتېرو په سيمه کې د لټون عمليات پيل کړي دي. د هغه برید ذمه واري کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

دا په داسي حال کې ده چې د ټانک د امن جرګې په وروستيو کې په هغه ضلعې کې پر امنيتي حالاتو اندېښنې ښوولې وي. د دوی په وينا حکومتي چارواکي او امنيتي ادارې د ناامنۍ د مخنيوي لپاره کوټلي اقدامات نه کوي. بلخوا د پاکستان پوځ، د خیبر پښتونخوا پولیس او حکومت وايي چې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیاتو روان دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG