د خیبرپښتونخوا نرښځيانو اعلان کړی چې د مې پر اتمه، به په پېښور کې د قلنګونو يا باج غوښتنو پر ضد احتجاج کوي.
په خيبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د حقونو لپاره کار کونکي تنظيم ټرانس ايکشن الاینس مشرې، فرزانه جان د مې په څلورمه، مشال راډيو ته وويل چې نرښځيانو ته د باج لپاره ګواښوونکي ټيليفونونه زیات شوي او هغوی تښتول کېږي خو پولیس مرسته نه کوي، نو ځکه یې د احتجاجي پرلت پرېکړه کړې ده.
هغې زیاته کړه چې د بجلي په نوم يو نرښځی په دې وروستيوو کې تښتول شوی وو او د وسلې په زور ترې لس لاکه روپۍ اخیستل شوې دي. د هغې په وينا د نرښځيانو پر ضد دې تاوتريخوالي ودرېږي او حکومت دې یې ژوند خوندي کړي.
خو د پېښور سي سي پي او، قاسم علي خان مشال راډيو ته وويل دا تور بې بنياده دی چې پولیس له نرښځيانو سره مرسته نه کوي. د هغه په وينا د قلنګ اخیستو د وروستي کیس په اړه د یکه توت پولیس پلټنې کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې نرښځيان د ورپېښو ګواښونو او د پولیسو له رویې شکایت کوي. د ټرانس ايکشن الایس د شميرو ترمخه له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۴ پورې په خيبرپښتونخوا کې ۱۲۵ نرښځيان وژل شوي دي. پر دې سربیره هره میاشت پر نرښځيانو د جنسي تېري او تشدد د پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.