د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چینار کې د وژل شويو ښوونکو د قاتلينو د نيولو لپاره احتجاج شوی دی


د مې پر درېيمه د پاړه چینار پرېس کلب مخې ته ښوونکي مظاهره کوي.
د مې پر درېيمه د پاړه چینار پرېس کلب مخې ته ښوونکي مظاهره کوي.

د پاړه چینار د یو شمېر ښوونځيو استادانو او زده کوونکو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د استادانو خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي.

د مې پر درېیمه لسګونه ښوونکي په پاړه چینار کې د خبريالانو د مرکز مخې ته راټول شوي ول. هغوی له حکومته پوښتنه کوله چې په یاده سیمه کې د وژل شویو څلورو ښوونکو وژونکي د دوو کلونو پر تېرېدو سربېره ولې نه دي نیول شوي؟

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر څلورمه د کورمې پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې پېښې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګل د هلکانو په سرکاري ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل.

د پاړه چینار پرېس کلب مخې ته د مظاهرې پر مهال یو احتجاج کوونکي ريحان حسین مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د خپل مسوولیت له مخې د ښوونکو قاتلین ونیسي.

د سیمې د پولیسو یو چارواکي د مې پر درېیمه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وار له مخې یې دوه کسان نیولي دي چې د ښوونکو په وژلو تورن دي.

نوموړي دا ومنله چې پينځه نور تورن وژونکي هم شته چې د هغوی د ادعا له مخې افغانستان ته تښتېدلي دي نو ځکه هغوی لاس نه شي ورباندې اچولی.

مشال راډیو د دې خبرې پخلی نه شي کولای چې د ښوونکو په وژنه تورن کسان رېښتیا هم افغانستان ته اوښتي دي او که نه؟

حکومت د ۲۰۲۳ز کال په جون کې د تري منګل پېښې د قربانیانو د کورنیو لپاره د "شهدا پیکېج" اعلان کړی وو او د مې پر ۱۲مه یې د هر وژل شوي استاد کورنۍ ته ۵۵ لکه روپۍ او د هر وژل شوي مزدور کورنۍ ته ۱۰ لکه روپۍ ورکړې وې.

په کورمه کې تر دې وړاندې هم د وژل شويو ښوونکو د قاتلينو د نيولو لپاره احتجاجونه شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG