د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خيبر پښتونخوا کې د "ولسي جرګو" لړۍ پيلوي


د بلوچستان په پښین کې د پښتون قامي جرګې غونډه: انځور ۲۰۲۴م کال د ډېسېمبر ۲۸مه
د بلوچستان په پښین کې د پښتون قامي جرګې غونډه: انځور ۲۰۲۴م کال د ډېسېمبر ۲۸مه

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران وايي د مې میاشتې له درېیمې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ولسي جرګې د غونډو لړۍ پیلوي.

په خیبر پښتونخوا کې د یاد ګوند مرستیال مشر ارشد علي د مې په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې په دې لړ کې د مې په درېیمه په صوابۍ کې غونډه ترسره کېږي چې پکې به د هغه ګوند زیات شمېر پلویان او مشران ګډون کوي. "په دې کې موږ د قام، د وطن او د ولس مسلې راپورته کوو. دا د خیبر پښتونخوا په کوربتوب کې جرګه ده چې پکې د صوابۍ ټولو خلکو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. موږ د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ته په دې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې ده."

پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر دې وړاندې په بلوچستان صوبه کې د ولسي جرګې په نوم د غونډو لړۍ پیل کړې وه. دوی په دغو غونډو کې په پښتون مېشتو سیمو کې د بدامنۍ د ختمولو، په خپلو وسایلو د پښتون ولس د واک او د ولس د خراب اقتصاد اړوند بحثونه ترسره کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خیبر پښتونخوا مرستیال مشر ارشد علي وايي د صوابۍ ترڅنګ به د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې هم د هغوی ګوند د ولسي جرګې په نوم غونډې کوي. نوموړی وايي کله چې په ټولو ضلعو کې د ولسي جرګې غونډې وشي نو بیا به وروسته په یوه لویه جرګه کې یوه حتمي تګلاره اعلانېږي. "له صوابۍ وروسته په سوات، دیر، باجوړ، مردان او پېښور ترڅنګ په جنوبي ضلعو کې جرګې کوو او بیا به وروسته یوه لویه جرګه هم راغواړو."

په کوټه کې ولسي جرګه د ۱۶ قراردادونو په منظورولو پای ته رسېدلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:02 0:00

پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر دې وړاندې د ۲۰۲۲م کال د مې له ۱۱مې تر ۱۳مې په بنو کې د ټولو پښتنو د ولسي استازو جرګه جوړه کړې وه او په هغه لویه جرګه کې دا پرېکړه شوې وه چې د ضلعو، ډویژنونو او تحصیلونو په کچه دې هم جرګې وشي او پکې دې د پښتنو مسایلو ته کتنه وشي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نه وړاندې پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر میاشت کې د خیبر په ریګي للمه سیمه کې د پښتنو د مسایلو اړوند لویه جرګه بللې وه. که څه هم د وزیراعلی او ګورنر په ګډون ګڼو حکومتي چارواکو او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ یو شمېر غړو هم په هغه جرګه کې ګډون کړی وو او ژمنه هم شوې وه چې د پښتنو مسایلو ته به د حل لارې لټول کېږي خو د شنونکو په اند تر دې مهاله په هغو وعدو وفا نه ده شوې.

بل پلو د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ترڅنګ د پاکستان مرکزي حکومت هم وخت په وخت ویلی دي چې پښتنو ته د ورپېښو مسایلو د حل لپاره کار روان دی لو هغوی بې له توپیره د ملک د ټولو قومونو د ستونزو د هوارولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG