د انځورونو په دې ګالرۍ کې د ډونلډ ټرمپ له کوچنیوالي تر ځوانۍ او بیا د ودونو او کاروبارونو حال لیدلی شئ.
په کاروبار او ټېلېوېژن کې د ډونلډ ټرمپ د ژوند ننداره
ډونلډ ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر منتخب شوی دی. د جایدادونو او ځمکو کاروبار کوونکی ټرمپ د نیویارک په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی وو او خپل کاروبار یې تر ټېلېوېژن او د ښکلا تر سیالیو پراخه کړ.

۱۷
ټرمپ د ۲۰۱۶ز کال د جولای پر ۲۱مه په کلیولینډ کې د رېپبلېکن ګوند په ملي غونډه کې د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ نوماندي ومنله.

۱۸
د کیمپېن پر مهال یو شمېر ښځو پر ټرمپ تور پورې کړ چې د هغوی جنسي ځورونه یې کړې وه. ده وویل، دا تورونه ناسم دي او چې ولسمشر شو نو د هغوی پر ضد به عدالت ته ځي.

۱۹
په انتخاباتو کې تر بریا وروسته ټرمپ وینا کوي.

۲۰
د ټرمپ بریا تر خبر وروسته په اسیايي بازارونو کې کاروبار تاواني شو. د ونډو بازار کارکوونکي په ټوکیو کې د نیکي په نوم د اشاریې حال ته ګوري.